په پاکستان کښې ډیر جعلی بانکی حسابونه پیژندل شوی
Oct 26, 2018 11:19 Asia/Kabul
-
دجعلي بانکي حسابونو مسله دپاکستان د رسنیو په ګرمې موضوع بدله شوي ده .
زمونږخبریال وایی دپاکستان نیوز ورځپاڼې نن په یوه راپور کښې په دغه هیواد کښې د یوسل اوو(۱۰۷) جعلی بانکی حسابونو د پیژندل کیدا خبر ورکړ .
ویل کیږی چې له دغو یوسل اوو (۱۰۷)جعلی بانکی حسابونو د پیسو د وینځلو لپاره استفاده کیدله .
په پاکستان کښې د جعلی بانکی حسابونو په دوسیې د غور لپاره د تحقیقاتو ګډه کمیټۍ جوړه شوی او پلټونکو وویل څه دپاسه یوسل دیرش(۱۳۰) میلیونه ډالر له دې لارې په هیواد کښې وینځل شوی دی .
دجعلی بانکی حسابونو مسله دپاکستان د رسنیو په ګرمې موضوع بدله شوی ده .