پاکستان دې دامریکادایرانی ضدبندیزونو په وړاندې مقاومت وکړی
امریکا په ۱۹۹۶کال کې بیا په ۲۰۱۳کال کې په بیلابیلو پلمو سره داسلامی ایران په ضد دبندیزونو لړۍ پیل کړې ، خو دغه بندیزونه دایران په تدبیرونو سره د دغه هیواد دولس لپاره څه خاص اغیزمن دی .
ایرناخبری اژانس راپورورکړ په ایران کې د پاکستان پخوانی سفیر آصف درانی نن دپاکستان په ډیلی ټایمز ورځپاڼې کې د تهران پّ ضد د واشنګټن دبندیزونو په باب ، دیوې مقالې په خپرولو سره داسلام اباد پر حکومت غږ کړی ، چې د امریکا له خوا دایران په ضد دبندیزونو په مقابل کې دې مقاومت وکړی .
آصف درانی په دغې مقالې کې لیکلی دی ، امریکا دایران په ضد دبندیزونو دوهمه مرحله د نومبر له پنځمې اجرا کوی ، او دایران د ولس لپاره د امریکا اقتصادی بندیزونه کومه نوی خبره نه ده ، ځکه دغه هیواد له مخکې راهسې په کرتون د امریکائی چارواکو له خوا بایکاټ شوی دی .
په دغې مقالې کې زیاته شوې ، امریکا په ۱۹۹۶کال کې بیا په ۲۰۱۳کال کې په بیلابیلو پلمو سره داسلامی ایران په ضد دبندیزونو لړۍ پیل کړې ، خو دغه بندیزونه دایران په تدبیرونو سره د دغه هیواد دولس لپاره څه خاص اغیزمن دی .
آصف درانی پخپلې دغې مقالې کې لیکلی دی دایران او شپږو نړیوالو قدرتونو ترمینځ له څو کلنو ډیپلوماټیکو خبرواترو وروسته په ۲۰۱۵کال کې جامعه نړیواله ایټمی موافقه لاسلیک شوه، په عین حال کې دامریکا حکومت د دغې موافقې په خلاف ورزۍ سره هماغه راز له نړیوالو مالی اورګانونو سره دایران دمالی مبادلاتو په چارو کې یو لړ مشکلات راولاړ کړی دی، خو له بل پلوه فرانسې ، چین ،جاپان ، جنوبی کوریا او هندوستان په ایران کې دپانګونې او تجارتی اړیکو دپراختیا غوښتونکی دی . پاکستان هم باید دترکیې او دغو هیوادونو په څیر دامریکا دبندیزونو په وړاندې مقاومت وکړی او له موجوده ظرفیّتونو څخه په استفادې سره دې له ایران سره خپلې اقتصادی او تجارتی اړیکې پراخې کړی ، دایران دګیسو دپایپ لاین غزیدا او ا جرائی کیدا دمونږ دانرژۍ اړیتاوې په آسانۍ سره پوره کولی شی .