د پاکستان پیپلز ګوند د لومړی وزیر وینا وغندله
-
د لومړی وزیر عمران خان لهجه تیریګره وه او زیاته یې کړه ته په دغه لهجې سره سوله نشی راوستلی .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دپیپلز ګوند یوه(۱) مهم مشر خورشید شاه د سترې محکمې لخوا د اسیه بی بی(Asia Bibi) د بری کولو په هکله ملت ته د لومړی وزیر عمران خان وینا وغندله .
هغه وویل زه په کلکه دپاکستان ملت ته د لومړی وزیر عمران خان وینا غندم او زیاته یې کړه لومړی وزیر هغه خبرې چې کړی یې دی باید نه وائ کړی .
دپاکستان په ملی پارلمان کښې د حکومت دمخالف ګوند پخوانی مشر خورشید شاه بیا له لومړی وزیر عمران خان څخه وغوښتل چې هغه نن چین ته له سفر کولو مخکې پارلمان ته ورشی .
خورشید شاه وویل د لومړی وزیر عمران خان لهجه تیریګره وه او زیاته یې کړه ته په دغه لهجې سره سوله نشی راوستلی .
دغه راز د پاکستان دسترې محکمې مشر میان ثاقب نثار وویل که چیرې د کوم چا پرخلاف ثبوت نه وی نو مونږ بیا هغه ته څرنګه سزا ورکولی شو .
دپاکستان سیاسی او مذهبی ګوندونو د سترې محکمې لخوا اسیه بی بی(Asia Bibi) ته د برائت د ورکولو چاره وغندله او قضایی قوې ته یې خبرداری ورکړ .
د پاکستان دسترې محکمې مشر میان ثاقب نثار وویل زه او د سترې محکمې د پلاوی غړی د پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله وسلم مینه وال یوو .
دپاکستان مذهبی او سیاسی ګوندونو پرون دهیواد په اکثرو سیمو او ښارونو کښې دسترې محکمې لخوا د اسیه بی بی د خوشی کولو پرضد مظاهرې وکړې او لارې یې هم تړلی وی .
دپاکستان حکومت دغه راز دخلکو په غونډو بندیز لګولی او په موټر سایکل د دوو(۲) کسانو په سپاریدا یې هم بندیز اعمال کړی دی .