دپاکستان حکومت دمظاهره چیانو په اړه ډیر زغم ښودلی
-
په پاکستان کښې مهم سړکونه او لارې چې بیلابیل ښارونه له یوبل سره ګڼدي بندې دي او خلک له ډیرو مشکلاتو سره مخ شوي دي
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دکورنیو چارو وزیر شهریار افریدی وویل حکومت په هیواد کښې د رامینځته شوی ناامنه حالت د کنټرولولو لپاره له زیات زغم څخه کار اخلی .
هغه وویل د پاکستان دفیډرال حکومت مرکچی ډله او د پنجاب صوبې اعلی وزیر د مظاهرو اواعتراض کونکو له مشرانو سره په تماس ټینګولو بوخت دی اوهیله یې وکړه دغه تماس به زر مثبته نتیجه ورکړی .
د پاکستان دکورنیو چارو وزیر شهریار افریدی د پارلمان دباندې خبریالانو ته وویل حکومت د مظاهره چیانو پرضد دزور د کارولو نیت نلری او غواړی د وینې دتویدا مخه ونیسی .
هغه دغه خبره ښکاره چې په هره بیه به په پاکستان کښې دقانون واکمنۍ ټینګه کړی .
په پاکستان کښې مهم سړکونه او لارې چې بیلابیل ښارونه له یوبل سره ګڼدی بندې دی او خلک له ډیرو مشکلاتو سره مخ شوی دی
دهیواد په اکثرو کوچنیو او لویو ښارونو کښې دګاډو تګ راتګ ډیر اغیزمن شوی دی .
د بلوچستان صوبې دحب او دسیند صوبې دکراچۍ ترمینځ هم د ګاډو تګ راتګ بند دی .
دپاکستان ټولې موټروې د ټرافیکو پرمخ بندې کړې شوی دی .
دپاکستان په ځینو ښارونو کښې اعتراض کونکو ګاډی سوځولی او ځینې دکانونه یې هم چورتالان کړی دی .
دپاکستان ځینې مذهبی ګوندونه له تیرو دریو(۳)ورځو راهسې د سترې محکمې لخوا د میرمن اسیه بی بی د خوشی کولو پرضد مظاهرو او اعتراضونو ته دوام ورکوی .
دغه راز دپاکستان دپوځ د عمومی اړیکو ددفتر مشر اصف غفور نن وویل میرمن اسیه بی بی سترې محکمې خوشی کړی ده او پوځ له دغه دوسیې سره سره هیڅ ارتباط نلری .
هغه دپاکستان مذهبی او سیاسی ګوندونو ته سپارښتنه وکړه چې د اسیه بی بی دخوشی کولو په اړه د سترې محکمې دحکم پرضد قانونی لاره غوره کړی .