امریکا او اسرائیل د ترهګرو ډلو ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77935-امریکا_او_اسرائیل_د_ترهګرو_ډلو_ملاتړ_کوی
فارس خبری اژانس وایی د پاکستان دشیعه علماو د ټولنې سیکرټر« عارف واحدی» د ایران دسرحد ساتونکو په تښتول کیدا کښې له ترهګرو ډلو په ملاتړ کښې د امریکا او د اسرائیلو د رول خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2018 09:14 Asia/Kabul
  • د ایران او د پاکستان چارواکي باید په بلوچستان صوبې کښې د امریکا او د اسرائیلو د جاسوسۍ چینل د ماتي لپاره له یوبل سره متحد شي .
    د ایران او د پاکستان چارواکي باید په بلوچستان صوبې کښې د امریکا او د اسرائیلو د جاسوسۍ چینل د ماتي لپاره له یوبل سره متحد شي .

فارس خبری اژانس وایی د پاکستان دشیعه علماو د ټولنې سیکرټر« عارف واحدی» د ایران دسرحد ساتونکو په تښتول کیدا کښې له ترهګرو ډلو په ملاتړ کښې د امریکا او د اسرائیلو د رول خبر ورکړ .

هغه وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم دایران دسرحد ساتونکو د تښتولو لپاره د ترهګرو ډلو په ملاتړ کولو سره کوشش کوی د پاکستان او دایران اړیکې له مشکل سره مخ کړی .

د پاکستان د شیعه علماو دټولنې سیکرټر«عارف واحدی» وویل د  ایران او دپاکستان مشران هوښیار دی او په ښه ډول پوهیږی چې په ګډ سرحد کښې د ناامنۍ رامینځته کول له مخکې څخه  جوړ شوی پلان دی .

عارف واحدی دغه راز ټینګار وکړ د ایران او د پاکستان چارواکی باید په بلوچستان صوبې کښې د امریکا او د اسرائیلو د جاسوسۍ چینل د ماتی لپاره له یوبل سره متحد شی .