امریکا او اسرائیل د ترهګرو ډلو ملاتړ کوی
Nov 06, 2018 09:14 Asia/Kabul
-
د ایران او د پاکستان چارواکي باید په بلوچستان صوبې کښې د امریکا او د اسرائیلو د جاسوسۍ چینل د ماتي لپاره له یوبل سره متحد شي .
فارس خبری اژانس وایی د پاکستان دشیعه علماو د ټولنې سیکرټر« عارف واحدی» د ایران دسرحد ساتونکو په تښتول کیدا کښې له ترهګرو ډلو په ملاتړ کښې د امریکا او د اسرائیلو د رول خبر ورکړ .
هغه وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم دایران دسرحد ساتونکو د تښتولو لپاره د ترهګرو ډلو په ملاتړ کولو سره کوشش کوی د پاکستان او دایران اړیکې له مشکل سره مخ کړی .
د پاکستان د شیعه علماو دټولنې سیکرټر«عارف واحدی» وویل د ایران او دپاکستان مشران هوښیار دی او په ښه ډول پوهیږی چې په ګډ سرحد کښې د ناامنۍ رامینځته کول له مخکې څخه جوړ شوی پلان دی .
عارف واحدی دغه راز ټینګار وکړ د ایران او د پاکستان چارواکی باید په بلوچستان صوبې کښې د امریکا او د اسرائیلو د جاسوسۍ چینل د ماتی لپاره له یوبل سره متحد شی .
ټیګونه