په نیابتی جنګونو کې دپاکستان په نه ګډون دخارجه وزیر ټینګار(یوبشپړریډیوئی تحلیل)
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77985-په_نیابتی_جنګونو_کې_دپاکستان_په_نه_ګډون_دخارجه_وزیر_ټینګار(یوبشپړریډیوئی_تحلیل)
دپاکستان خارجه وزیر شاه محمودقریشی ددغه هیواد مشرانو جرګې په غونډې کې پخپلې وینا کې ووئیل ، اسلام ابادبه دعربستان د مرستو په مقابل کې په یوه بهرنی جنګ کې هم ګډون ونه کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 08, 2018 10:11 Asia/Kabul
  • په نیابتی جنګونو کې دپاکستان په نه ګډون دخارجه وزیر ټینګار(یوبشپړریډیوئی تحلیل)

دپاکستان خارجه وزیر شاه محمودقریشی ددغه هیواد مشرانو جرګې په غونډې کې پخپلې وینا کې ووئیل ، اسلام ابادبه دعربستان د مرستو په مقابل کې په یوه بهرنی جنګ کې هم ګډون ونه کړی .

 دپاکستان خارجه وزیر ټینګار کړی،هیواد به ئې  په هیڅ یوۀ نیابتی جنګ کې ګډون ونه کړی .

 دپاکستان خارجه وزیر شاه محمودقریشی ددغه هیواد مشرانوجرګې په غونډې کې پخپلې وینا کې ووئیل،اسلام ابادبه  دعربستان د مرستو په مقابل کې په یوه بهرنی جنګ کېهم ګډون ونه کړی.داپه  داسې حال کې دی چې  د پاکستان دمشرانو جرګې  استازی  هماغه راز ددغه هیواد  دلومړی وزیر عمران خان دحکومت دبهرنی سیاست په باب اندیښنه څرګندوی  او له هغه ئې غوښتی دی ،  خپل سیمه ایز سیاست دې داسې برابر کړی ، چې  پاکستان  په هیڅ یوه بهرنی جنګ کې ښکیل نه شی،ځکه   نتیجې به ئې  ددغه هیواد لپاره  ویجاړونکی وی .

             که څه  هم  دوی  په خصوصی توګه کوم بهرنی جنګ ته  اشاره نه ده کړې ، خو  مشخصه ده چې   دیمن په جنګ کې د پاکستان دحکومت په احتمالی دخالت اندیښمن دی چې تردې دمه داسلام آباد حکومت  دغه جنګ ته  له واردیدا ډډه کړې ده،خو دعربستان چارواکی هڅه کوی په هرچل ول سره وی،پاکستان دیمن په جنګ کې له ځان سره شریک کړی.

 دپاکستان   دوحدت مسلمین غورځنګ   دعمومی منشی  مرستیال  علامه مبشر حسن په کراچۍ  کې په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی،  سعودی عربستان او دهغه متحدان  په وحشی ډول د  فلسطین دمظلومو خلکو په شان دیمن   بې سوکه او بې ګناه ولس  هم قتل عام کوی ، عربستان  د صنعا، صعده ، ښارونه او دیمن نوره ښارونه اوښارګی  داسې بمباری کوی ، لکه چې له دې مخکې  وحشی صهونیسټی رژیم  پر غزې بمبارۍ کوی ، پر دې اساس   د جنګ  پراخونکو په ضد د نړیوالې ټولنې  چپتیا  هم یو جنایت دی .

دعمران خان د  حکومت   دسیمه ایز سیاست  په باب د پاکستان د پارلیمانی ټولنې  اندیښنې  له دې وروسته لازیاتې شوی ، چې  هغه  د خپلو انتخاباتی شعارونو په اپوټه  عمل  پیل کړی  او   سعودی عربستان ئې په  دوه ځله سفر سره  دخپل حکومت سیمه ایز سیاست داسې برابر کړی ، چې    د دغه هیواد مذهبی او سیاسی ګوندونو او اپوزیشن  لوری    د  آل سعود رژیم  په لاس کې په یوه آوزار دپاکستان   په بدلولو  اندیښنې څرګندې کړی دی . ځکه   له سعودی عربستان سره دپاکستان  دحکومت د اړیکو  کلونو کلونو  تجروبو ته په پام سره ،  د دغه هیواد مشرانو جرګې استازی  ښه پوهیږی ، چې  آل سعود رژیم  دعمران خان  او دهغه حکومت ته  د  دولس میلیارډ ډالری مرستو  ورکول  د هغه د  خوشالولو او  له  اقتصادی مشکلاتود ژغورنې لپاره  نه ورکوی ، بلکې  هڅه کوی   دپاکستان  له ډیرو زیاتو پورونو او اقتصادی مشکلاتو څخه   دخپلو تمو  او سپیرو موخو لپاره  دپاکستان له حکومت او پوځ څخه  داستفادې لپاره د یوه اړم او آوزار په توګه استفاده وکړی .  په همدې دلیل  سره له دې چې  په  وروستیو اونیو کې  دپاکستان لوړپوړی  سیاسی  چارواکی په تیره بیا  عمران خان   د مالی مرستو  د ورکولو په بدل کې  له دغه هیواده دعربستان   هرډول غوښتنې ردوی ،  خو  دپاکستان د پارلیمان استازی  دا نه منی .

 سعودی عربستان د  یمن دجنګ په جبۍ کې تر ډیره حده ښخ شوی دی  او  په دغه هیواد کې د  خپلو جنایتونو  له دوام او  د ښځو اوماشومانو   له قتل عام سره سره  ، نه یوازې  ئې څه ترلاسه نه دی کړی ، بلکې  له نړیوال محکومیّت سره  هم مخامخ شوی دی ، او دحرمیّن شرفیّن  د داداره کولو لپاره ئې   د آل سعود رژیم  د واکوالانو صلاحیّت  هم تر پوښتنې لاندې وروستلی  دی .  په همدې دلیل  د آل سعود رژیم چارواکی  دیمن په جنګ کې دځان لپاره  د جرم دپه شریک پسې  دی او  له هغوی د عمران خان  دمالی مرستو غوښتنې  چې  داسلام اباد دمخکینیو حکومتونو  هم په دومره جدیّت سره نه وې مطرح کړې،آل سعود رژیم ئې  دیمن په جنګ کې دپاکستان  له پوځی خدماتو داستفادې لپاره لازیات هیله مندکړی دی.

  د پاکستان د سنتی اتحاد شورا  مرکزی  سکرټری  طارق محبوب  هم  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،  که سعودی عربستان  ځان یو واقعی اسلامی هیواد ګڼی ،نو باید  دمسلمانانو  احساسات  منعکس کړی ، په داسې حال کې چې  دغه هیواد  د امپریالیسټی  قدرتونو   د احساساتو په منعکس کولو پسې دی ،  دپاکستان  له پوځه   هم  نور هیوادونه  باید  د اسلام په نامه  او آئیډیالوژۍ ،دخپلو  ګټو لپاره  استفاده ونه کړی .

په هر حال  دپاکستان په مشرانو جرګې  کې  د خارجه وزیر   شتون او  د دغې جرګې   داستازو اندیښنو ته   دهغه ځواب ورکول ښئ چې  دیمن په جنګ  کې  دپاکستان له خوا  له عربستان سره  له هرډول احتمالی  ملګرتیا سره   مخالفتونه ډیر زیات جدی  دی ا و دا   دا  په راتلونکی کې  لازیات غبرګونونه هم په ځان پسې درلودلی شی ، چې   دعمران خان لپاره چې  په سیمې کې  ئې د پاکستان  دموقعیّت  دپیاوړی کولو په شعار سره قدرت  ترلاسه کړی ، یو جدی خبرداری  کیدلی شی .