پاکستان د هیڅ ډول نیابتی جنګ برخه نه جوړیږی
ځینورسندیو خبرونه خپرۀ شوی دی چې آل سعودرژیم په یوه وړاندیزکې دپاکستان له لومړی وزیر عمران خان څخه غوښتی دی دیمن دجنګ له ګرداوه د ویستلو او دخپل له لاسه ورکړل شوی باؤر دبیرته ترلاسه کولو لپاره دې د صنعا اوریاض ترمینځ مینځګړیتوب وکړی او ددې په بدل کې دې شپږملیارډ ډالری مرستې ترلاسه کړی .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی،پاکستان خارجه وزیرشاه محمودقریشی پرون مازدیګر ددغه هیواد په مشرانو جرګې کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، اسلام اباد به د عربستان دمرستو په مقابل کې هیڅ یوه بهرنی جنګ کې شریک نشی .
هغه زیاته کړې، پاکستان دسعودی عربستان له خوا د ورکړل شوو مرستو په وړاندې د دغه هیواد چارواکو ته هیڅ ژمنه نه ده ورکړې او د آل سعوددپیکیج په باب هم هیڅ ډول پټه موضوع نشته .
دپاکستان دمشرانو جرګې ځینو غړو په دغې ناستې کې دعمران خان له حکومته غوښتی ، بهرنی سیاست دې داسې جوړ کړی چې پاکستان په هیڅ ډول بهرنی جنګ کې ښکیل نشی ،ځکه دا به د هیواد لپاره ویجاړونکی پائیلې ولری .
ځینورسندیو خبرونه خپرۀ شوی دی چې آل سعودرژیم په یوه وړاندیزکې دپاکستان له لومړی وزیر عمران خان څخه غوښتی دی دیمن دجنګ له ګرداوه د ویستلو او دخپل له لاسه ورکړل شوی باؤر دبیرته ترلاسه کولو لپاره دې د صنعا اوریاض ترمینځ مینځګړیتوب وکړی او ددې په بدل کې دې شپږملیارډ ډالری مرستې ترلاسه کړی .
سعودی عربستان دامریکا ،اماراتو او څو نورو هیوادونو په مرستې سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ څخه دیمن په ضد پوځی یرغلونه کړی او له هوا، سمندر او مځکې له پلوه ئې دغه هیواد کلابند کړی او د دغه هیواد بې وزله ولس ئې له جدی مرګ سره مخامخ کړی دی .