پاکستان دبندیزونو په اپوټه له ایران سره خپلې اړیکې لاپراخوی
د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی روښانه کړې ، ایران ته دپاکستان صادراتو کې زیاتره خوراکی شیان ، قالی او داسې ځینی نور شیان شامل دی ، چې دا موردونه دامریکا په بندیزونو کې نه شاملیږی . او باید ووایم چې دایران په ضد دامریکا له بندیزونو سره سره پاکستان له خپل ګاونډی هیواد ایران سره دتجارتی مبادلاتو پراختیا او داړیکو لاپیاوړتیا ته دوام ورکوی.
ایرناخبری آژانس راپورورکړ د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی محمد فیصل نن په اسلام اباد کې په خبری کنفرانس کې دایران په ضد د امریکا په بندیزونو دپاکستان دحکومت د غبرګون له موضوع سره اړونده دیوې پوښتنې په ځواب کې ووئیل ، ایران اوپاکستان د دووګاونډیو هیوادونو په توګه دتاریخ په اوږدو کې له ښو او ورورګلویزو اړیکو برخمن دی ، د دواړو هیوادونو خلک سره ګډ تاریخ او ګډ فرهنګ لری او د دواړو ملتونو اړیکې هم ډ یرې ښې دی .
هغه د ایران دایټمی موضوع په باب دپاکستان داقداماتو په باب هم ووئیل، دپاکستان حکومت د جامعې ایټمی موافقې ملاتړ کړی او دایران په ضد دامریکا له بندیزونو وروسته هم پاکستان دغه وضعیّت تعقیبوی او له بندیزونو سره سره د ایران او پاکستان دوه اړخیزې اړیکې لاپراخیږی .
هغه په عین حال کې زیاته کړې د دایران په ضد د اریکا له بندیزونو دهندوستان پشمول دایران دتیلو اصلی اخستونکی اته هیوادونه معاف شوی دی ، که څه هم له ایرانه دپاکستان دتیلو وارداتو اندازه دم ګړۍ ډیره محدوده ده .