پاکستان دبندیزونو په اپوټه له ایران سره خپلې اړیکې لاپراخوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77994-پاکستان_دبندیزونو_په_اپوټه_له_ایران_سره_خپلې_اړیکې_لاپراخوی
د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی روښانه کړې ، ایران ته دپاکستان صادراتو کې زیاتره خوراکی شیان ، قالی او داسې ځینی نور شیان شامل دی ، چې دا موردونه دامریکا په بندیزونو کې نه شاملیږی . او باید ووایم چې دایران په ضد دامریکا له بندیزونو سره سره پاکستان له خپل ګاونډی هیواد ایران سره دتجارتی مبادلاتو پراختیا او داړیکو لاپیاوړتیا ته دوام ورکوی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 08, 2018 13:16 Asia/Kabul
  • پاکستان دبندیزونو په اپوټه له ایران سره خپلې  اړیکې لاپراخوی

د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی روښانه کړې ، ایران ته دپاکستان صادراتو کې زیاتره خوراکی شیان ، قالی او داسې ځینی نور شیان شامل دی ، چې دا موردونه دامریکا په بندیزونو کې نه شاملیږی . او باید ووایم چې دایران په ضد دامریکا له بندیزونو سره سره پاکستان له خپل ګاونډی هیواد ایران سره دتجارتی مبادلاتو پراختیا او داړیکو لاپیاوړتیا ته دوام ورکوی.

 ایرناخبری آژانس راپورورکړ د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی محمد فیصل  نن په اسلام  اباد کې په خبری کنفرانس کې   دایران په ضد د امریکا  په بندیزونو دپاکستان دحکومت د غبرګون  له موضوع سره  اړونده دیوې پوښتنې په ځواب کې  ووئیل ،  ایران اوپاکستان  د دووګاونډیو هیوادونو په توګه  دتاریخ په اوږدو کې  له ښو او ورورګلویزو اړیکو برخمن دی ،  د دواړو هیوادونو  خلک  سره ګډ تاریخ او ګډ فرهنګ لری او د دواړو ملتونو اړیکې  هم ډ یرې ښې دی .

 هغه  د ایران دایټمی موضوع په باب دپاکستان داقداماتو په باب  هم ووئیل، دپاکستان حکومت     د جامعې ایټمی موافقې  ملاتړ کړی  او  دایران په ضد دامریکا له بندیزونو  وروسته  هم پاکستان  دغه وضعیّت تعقیبوی  او  له بندیزونو سره سره د ایران او پاکستان  دوه اړخیزې اړیکې  لاپراخیږی .

 هغه په عین حال کې زیاته کړې  د  دایران په ضد د اریکا له بندیزونو دهندوستان پشمول دایران دتیلو  اصلی اخستونکی اته هیوادونه  معاف شوی دی ، که څه هم   له ایرانه دپاکستان دتیلو وارداتو اندازه  دم ګړۍ ډیره محدوده ده .