دپاکستان د وژل شوی پولیس افسر مړی نن پیښور ته رسیږی
-
د وژل شوي افسر طاهر داوړ مړی په جلال اباد کښې دپاکستان په کنسولګرۍ کښې دی.
زمونږ خبریال وایی دپاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزیر« شوکت یوسفزی» وویل د پولیسو د لوړرتبه افسر ایس پی(Superintendent of Police) طاهر داوړ چې له اسلام اباد څخه تښتول شوی وو او مړی یې دافغانستان په ننګرهار ولایت کښې موندل شوی دی تراوسه د پاکستان چارواکو ته نه دی سپارل شوی .
احتمال شته چې د افغانستان چارواکی د طاهر داوړ مړی نن په تورخم سرحدی لاره کښې دپاکستان حکومتی چارواکو ته وروسپاری .
د پاکستان د پولیسو د وژل شوی افسر طاهر داوړ د جنازې لمونځ به په پیښور کښې وشی او بیا به یې مړی د هغه کورنۍ ته وروسپارل شی .
بلې خوا د پاکستان دپیښور د پولیسو یوه(۱) لوړرتبه چارواکی عبدالسلام خالد وویل د وژل شوی افسر طاهر داوړ مړی په جلال اباد کښې دپاکستان په کنسولګرۍ کښې دی او هلته به دهغه مړی ته سلامی ورکړل شی .
دغه راز په پاکستان کښې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال چې اوس یې دنده پاې ته رسیدلی ده په اسلام اباد کښې خبریالانو ته وویل د دواړو هیوادونو مشران باید سره کینی او د پولیسو د یوه افسر طاهر داوړ د شکمنې وژلې په اړه خبرې وکړی .