دپاکستان د وژل شوی پولیس افسر مړی نن پیښور ته رسیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78153-دپاکستان_د_وژل_شوی_پولیس_افسر_مړی_نن_پیښور_ته_رسیږی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزیر« شوکت یوسفزی» وویل د پولیسو د لوړرتبه افسر ایس پی(Superintendent of Police) طاهر داوړ چې له اسلام اباد څخه تښتول شوی وو او مړی یې دافغانستان په ننګرهار ولایت کښې موندل شوی دی تراوسه د پاکستان چارواکو ته نه دی سپارل شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2018 01:24 Asia/Kabul
  • د وژل شوي افسر طاهر داوړ مړی په جلال اباد کښې دپاکستان په کنسولګرۍ کښې دی.
    د وژل شوي افسر طاهر داوړ مړی په جلال اباد کښې دپاکستان په کنسولګرۍ کښې دی.

زمونږ خبریال وایی دپاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزیر« شوکت یوسفزی» وویل د پولیسو د لوړرتبه افسر ایس پی(Superintendent of Police) طاهر داوړ چې له اسلام اباد څخه تښتول شوی وو او مړی یې دافغانستان په ننګرهار ولایت کښې موندل شوی دی تراوسه د پاکستان چارواکو ته نه دی سپارل شوی .

احتمال شته چې د افغانستان چارواکی د طاهر داوړ مړی نن په تورخم سرحدی لاره کښې دپاکستان حکومتی چارواکو ته وروسپاری .

د پاکستان د پولیسو د وژل شوی افسر طاهر داوړ د جنازې لمونځ  به  په پیښور کښې وشی او بیا به یې مړی د هغه کورنۍ ته وروسپارل شی .

بلې خوا د پاکستان دپیښور د پولیسو یوه(۱) لوړرتبه چارواکی عبدالسلام خالد وویل د وژل شوی افسر طاهر داوړ مړی په جلال اباد کښې دپاکستان په کنسولګرۍ کښې دی او هلته به دهغه مړی ته سلامی ورکړل شی .

دغه راز په پاکستان کښې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال چې اوس یې دنده پاې ته رسیدلی ده  په اسلام اباد کښې خبریالانو ته وویل د دواړو هیوادونو مشران باید سره کینی او د پولیسو د یوه افسر طاهر داوړ د شکمنې وژلې په اړه خبرې وکړی .