پاکستان د کابل پرونۍ ترهګره بم چاودنه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78310-پاکستان_د_کابل_پرونۍ_ترهګره_بم_چاودنه_وغندله
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل د کابل پرونۍ ترهګره حمله وغندله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2018 08:43 Asia/Kabul
  • دافغانستان وړونه د داسې جنګ لګښت ورکوي چې پردیو هیوادونو په سیمې ورتپلی دی .
    دافغانستان وړونه د داسې جنګ لګښت ورکوي چې پردیو هیوادونو په سیمې ورتپلی دی .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل د کابل پرونۍ ترهګره حمله وغندله .

هغه وویل پاکستان په ټولو بڼو کښې ترهګرۍ غندی .

دپاکستان  د بهرنیو چارو وزارت ویاند «محمد فیصل» د کابل د ترهګرې حملې د وژل شویو کسانو کورنیو ته دتسلیت د ویلو او  ددغه هیواد له خلکو سره دپیوستون په اعلانولو سره وویل د کابل دترهګرې بم چاودنې عاملان دین ، مذهب او انسانانو ته هیڅ ارزښت نه ورکوی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم وویل پاکستان د ترهګرۍ یو(۱) ترټولو ستر قربانی دی او اسلام اباد دخپلو افغان وړونو درد او کړاو احساسوی .

عمران خان وویل دافغانستان وړونه د داسې جنګ لګښت ورکوی چې پردیو هیوادونو په سیمې ورتپلی دی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ټینګار وکړ د افغانستان او دپاکستان خلکو  دترهګرۍ پرضد جنګ کښې زیاتې مرګ ژوبلې او ډیر مالی تاوانونه ورکړی دی خو له دې سره سره اوس هم له ترهګرۍ سره  مبارزې ته دوام ورکوی .