دپاکستان قضایی قوانین باید بدل شی
Nov 22, 2018 02:23 Asia/Kabul
-
د پاکستان دپخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو د ټرور یولس (۱۱)کلونه تیر شوي خو تراوسه دهغې قاتل یا قاتلان نه دي معرفي شوي .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان د پیپلز ګوند نامتو غړی لطیف کهوسه د هیواد د قضایی قوانینو دبدلیدا غوښتنه وکړه .
هغه پرون د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو د ټرور په دوسیې د غور د مودې په اوږدیدا اعتراض کې وویل د هیواد قضایی قوانین او جوړښت ناکارنده دی او باید بدل شی .
دپاکستان دپیپلز ګوند نامتو غړی لطیف کهوسه زیاته کړه د هیواد قضایی سیسټم له ترهګرو او مجرمانو سره دوه ګوڼه چلند لری .
هغه وویل د پاکستان دپخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو د ټرور یولس (۱۱)کلونه تیر شوی خو تراوسه دهغې قاتل یا قاتلان نه دی معرفی شوی .