دامریکا ولسمشر دې له خبرو مخکې له حقیقتونو ځان خبروی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78371-دامریکا_ولسمشر_دې_له_خبرو_مخکې_له_حقیقتونو_ځان_خبروی
دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی دډونالډټرمپ څرګندونو ته د عمران خان دغه ځواب ته په اشارې سره چې پاکستان دامریکا د ترهه ګرۍ په ضد دتش په نامه جنګ کې ډیر اونه جبرانیدونکی تاوانونه زغملی دی ، زیاته کړې ، دعمران خان خبرې د امریکا ولسمشر ته د حقایقو دسمې پوهولې لپاره وې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2018 04:05 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر دې له خبرو مخکې له حقیقتونو ځان خبروی

دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی دډونالډټرمپ څرګندونو ته د عمران خان دغه ځواب ته په اشارې سره چې پاکستان دامریکا د ترهه ګرۍ په ضد دتش په نامه جنګ کې ډیر اونه جبرانیدونکی تاوانونه زغملی دی ، زیاته کړې ، دعمران خان خبرې د امریکا ولسمشر ته د حقایقو دسمې پوهولې لپاره وې .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی محمد فیصل  پرون مازدیګر  په اسلام اباد کې  په خبری ناستې  کې  د  اسلام اباد او واشنګټن ترمیځ  د وروستیو تاؤتریخوالو په باب  ټینګار کړی ،  دپاکستان په ضد د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  سپکاویو ته د دغه هیواد لومړی وزیر عمران خان ځواب   هغه ته دترهه ګرۍ  په ضد  دجنګ دحقایقو   د ورپیژندلو لپاره  دی .

 محمد فیصل  زیاته کړې ،  په دې باب دټرمپ ادعا چې  پاکستان   له القاعدې سره  دمقابلې لپاره  له امریکا سره مرسته نه ده کړې ،  او یوازې  ئې په دې اړه په میلیارډونو ډالر ا خستی دی ، ، بې اساسه او دروغ  دی .

 دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی   دډونالډټرمپ  څرګندونو ته  د عمران خان  دغه ځواب ته په اشارې سره چې  پاکستان   دامریکا د ترهه ګرۍ په ضد  دتش په نامه جنګ  کې  ډیر اونه جبرانیدونکی تاوانونه زغملی دی ، زیاته کړې ،   دعمران  خان خبرې  د امریکا   ولسمشر ته د حقایقو دسمې پوهولې لپاره وې .

ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې  یو ځل بیا  پخپل ټولنییز  چینل کې لیکلی دی ،  امریکا  د  القاعدې دوخت دمشر  اسامه بن لادن   دنیولو لپاره  پاکستان ته  په میلیارډونو ډالر ورکړی وو ،خو  پآکستانیانو  پخپل هیواد کې د اسامه بن لادن شتون پټ ساتلی ؤ .

 دامریکا  دولسمشر دغه  سپیرې او تکراری خبرې  دپآکستان د   لومړی وزیر خارجه وزیر  دپوځ د عمومی قوماندان پشمول د زیاترو  حکومتی چارواکو   له سخت او جدی غبرګون سره مخ شوی دی .