دپاکستان په اورکزئ سیمه کښې 40 کسان وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78373-دپاکستان_په_اورکزئ_سیمه_کښې_40_کسان_وژل_شوی
زمونږخبریال وایی د پاکستان د هنګو ضلعې په کوزي اورکزئ ایجنسۍ(lower Orakzai agency of Hangu district) کښې په کلایه بازار کښې نن د شیعه مسلمانانو یوې امامباړې ته نږدې په یوې (۱) ځان وژونکي ترهګرې بم چاودنې کښې تراوسه د څلویښت (40۰) کسان وژل شوی او پینځه دیرش (۳۵)نور ژوبل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2018 08:45 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي مرستې سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ،امریکا او ځینې نور عرب هیوادونه کوي .
    پاکستان کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي مرستې سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ،امریکا او ځینې نور عرب هیوادونه کوي .

زمونږخبریال وایی د پاکستان د هنګو ضلعې په کوزي اورکزئ ایجنسۍ(lower Orakzai agency of Hangu district) کښې په کلایه بازار کښې نن د شیعه مسلمانانو یوې امامباړې ته نږدې په یوې (۱) ځان وژونکي ترهګرې بم چاودنې کښې تراوسه د څلویښت (40۰) کسان وژل شوی او پینځه دیرش (۳۵)نور ژوبل شوی دی .

ویل کیږی چې دغه بم چاودنه د امامباړې دروازې ته نږدې شوی ده او تر لیرې پراتو سیمو پورې  یې غږ اوریدل شوی دی .

ویره شته چې د مړو کسانو شمیر زیات شی ځکه چې ډیر ژوبل کسان مرګی حاله دی .

په پاکستان کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی مرستې سعودی عربستان ، متحده عربی امارات ،امریکا او ځینې نور عرب هیوادونه کوی .

په پاکستان کښې  طالبان، سپاه صحابه  جماعت الاحرار او نورې وهابي ترهګرې ډلې په ډیرې ازادې سره ترهګر فعالیتونه کوي او بم چاودنې کوي او خلک وژني .