په پاکستان کښې دچین په کنسولګرۍ برید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78374-په_پاکستان_کښې_دچین_په_کنسولګرۍ_برید_شوی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دسیند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې نن د چین په کنسولګرۍ د څو ترهګرو په حملې کښې دوه(۲) پولیس او دوه(۲) ملګی وګړی ووژل شوی او دغه راز د پولیسو او د رینجر ځواکونو په ډزو کښې درې ترهګر هم هلاک شوی دی او له هغوې وسلې او چاودیدونکی مواد کشف شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2018 09:06 Asia/Kabul
  • امریکا د چین او د پاکستان د اقتصادي کوریډور سي پیک (China–Pakistan Economic Corridor) سخته مخالفه ده او  دسعودي عربستان په مرستې سره سره کوشش کوي دغه پروژه ناکامه کړي .
    امریکا د چین او د پاکستان د اقتصادي کوریډور سي پیک (China–Pakistan Economic Corridor) سخته مخالفه ده او دسعودي عربستان په مرستې سره سره کوشش کوي دغه پروژه ناکامه کړي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان دسیند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې نن د چین په کنسولګرۍ د څو ترهګرو په حملې کښې دوه(۲) پولیس او دوه(۲) ملګی وګړی ووژل شوی او دغه راز د پولیسو او د رینجر ځواکونو په ډزو کښې درې ترهګر هم هلاک شوی دی او له هغوې وسلې او چاودیدونکی مواد کشف شوی دی .

په دغه پیښه کښې د پاکستان یو (۱)پولیس ژوبل شوی هم دی .

دوه(۲) وژل شوی ملکی وګړی پلار او زوی دی کوم  چې د چین د ویزې د ترلاسه کولو لپاره کنسولګرۍ ته ورغلی وو .

حمله کونکو غوښتل چې د چین کنسولګرۍ ته ورننوځی خو ساتونکو یې مخه ونیوله .

په دغه پیښه کښې دچین دکنسولګرۍ هیڅ کارکونکی ته کوم تاوان نه دی رسیدلی او هغوې روغ رمټ دی .

امریکا د چین او د پاکستان د اقتصادی کوریډور سی پیک (China–Pakistan Economic Corridor) سخته مخالفه ده او  دسعودی عربستان په مرستې سره سره کوشش کوی دغه پروژه ناکامه کړی او د چین او دپاکستان اړیکې خرابې کړی .

په ننۍ پیښه کښې د امریکا او دسعودی عربستان د لاس لرلو زیات احتمال شته .

چین نن په کراچۍ ښار کښې په خپلې کنسولګرۍ ترهګره حمله په کلکه وغندله او په پاکستان یې غږ وکړ چې په هیواد کښې د چین د ښاریزو او د ډیپلوماټیکو ځایونو د امنیت دتضمینولو لپاره عملی ګامونه پورته کړی .