دپاکستان په اورکزئ سیمه کښې ۴۰ کسان وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78382-دپاکستان_په_اورکزئ_سیمه_کښې_۴۰_کسان_وژل_شوی
زمونږخبریال وایی د پاکستان په کوزې اورکزئ ایجنسۍ(lower Orakzai agency) کښې په کلایه بازار کښې نن د جمعې په بازار کښې چې د خلکو ډیره ګڼه ګوڼه پکښې وه د شیعه مسلمانانو یوې امامباړې ته نږدې په ترهګرې ځان وژونکی بم چاودنې کښې تراوسه څلویښت(۴۰) کسان وژل شوی او پینځه دیرش(۳۵) نور ژوبل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2018 12:19 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې  طالبان  ، جماعت الاحرار ، سپاه صحابه ، لشکر جهنګوی او نورې ترهګرې ډلې په ډیرې ازادې سره فعالیتونه کوی.
    په پاکستان کښې طالبان ، جماعت الاحرار ، سپاه صحابه ، لشکر جهنګوی او نورې ترهګرې ډلې په ډیرې ازادې سره فعالیتونه کوی.

زمونږخبریال وایی د پاکستان په کوزې اورکزئ ایجنسۍ(lower Orakzai agency) کښې په کلایه بازار کښې نن د جمعې په بازار کښې چې د خلکو ډیره ګڼه ګوڼه پکښې وه د شیعه مسلمانانو یوې امامباړې ته نږدې په ترهګرې ځان وژونکی بم چاودنې کښې تراوسه څلویښت(۴۰) کسان وژل شوی او پینځه دیرش(۳۵) نور ژوبل شوی دی .

دبم چاودنې غږ  تر لیرې پراتو سیمو پورې  اوریدل شوی دی .

ویره شته چې د مړو کسانو شمیر زیات شی ځکه چې ډیر ژوبل کسان مرګی حاله دی .

په پاکستان کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی مرستې سعودی عربستان ، متحده عربی امارات ،امریکا او ځینې نور عرب هیوادونه کوی .

په پاکستان طالبانو ، جماعت الاحرار ، سپاه صحابه ، لشکر جهنګوی او نورې ترهګرې ډلې په ډیرې ازادې سره فعالیتونه کوی او بم چاودنې کوی او خلک وژنی .

Image Caption
Image Caption