د ترکيې لخوا په پاکستان کښې د ترهه ګريزو حملو غندنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78404-د_ترکيې_لخوا_په_پاکستان_کښې_د_ترهه_ګريزو_حملو_غندنه
د ترکيې خارجه وزارت په پاکستان کښې وروستۍ ترهه ګريزې حملې وغندلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2018 12:06 Asia/Kabul
  • د ترکيې لخوا په پاکستان کښې د ترهه ګريزو حملو غندنه

د ترکيې خارجه وزارت په پاکستان کښې وروستۍ ترهه ګريزې حملې وغندلې.

د ترکيې چاپ مليت ورځپاڼې د رپوټ له مخې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په يوې بيانيه کښې په پاکستان کښې د تېرې ورځې د ترهه ګريزو حملو په غندلو سره د پاکستان له حکومت او خلقو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د يوې ترهه ګريزې حملې له کبله چې پرون د پاکستان په اورکزۍ سيمه کښې په يو بازار کښې وشوه لږ تر لږه څلوېښت تنه ووژل شول او ۳۵ نور ژوبل شول.

په يو لړ نورو ترهه ګريزو عملياتو کښې چې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کښې د چين په کنسولګرۍ وشوه او ذمه واري يې د پاکستان بلوج ازادي بخښونکي فوځ په نامه ډ‌لې په غاړه واخېسته دوه امنيتي ځواکونه ووژل شول او يو بل تن هم ژوبل شو.