په کراچۍکې دپوځی آئیډیاؤ نړیوال نندارتون پرانیستل شوی
په دغه نندارتون کې د چین ،چک جمهوریټ، فرانسې ،جرمنی ، ایټالیا، اردن ،پاکستان ، پولینډ،روسیې ، جنوبی کوریا ،ترکیې ، اماراتو ،اوکرایّن او امریکا پوځی ماهرانو خپل دفاعی تولیدات په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړی دی . دغه نندارتون به تر څلوروورځو پورې دوام وکړی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ، دپآکستان په کراچۍ کې نن د : ۲۰۱۸کال آئیډیاؤ : په عنوان سره د نړۍ د لسګونو هیوادونو د لوړپوړو پوځی چارواکو په شتون سره دپاکستان ددفاعی آئیډیاؤ لسم نړیوال نندارتون پرانستل شو .
دایران د اسلامی جمهوریت دپوځ مرستیال غږملونکی سردار امیر البحر حبیب ا... سیاری چې دپاکستان د پوځ دعمومی قوماندان جنرا ل قمر جاوید باجوه په بلنې سره دیوه لوړروتبه پوځی پلاوی په مشرۍ په دغه نندارتون کې دګډون لپاره کراچۍ ته تللی ، په دغه نندارتون کې په شتون سره ئې بیلابیلې برخې ولیدې .