پاکستان له ترکیې پوځي تجهیزات اخلي
Nov 29, 2018 09:30 Asia/Kabul
د ترکیې د دفاع وزیر مرستیال پر پاکستان د دغه هیواد د جوړو پوځي تجهیزاتو د خرڅون خبر ورکړ.
د ترکیې مرستیال دفاع وزیر محسن دره اناتولي خبري آژانس ته په مرکه کښې ویلي دي: د پاکستان حکومت د خپل پوځ د ماډرنولو لپاره له ترکیې سره د دیرشو (آتاک T-129,) ډوله هیلي کوپټرو او د څلورو Corvette نومې کشتیو د پیرلو تړون لاسلیک کړی دی.
هغه زیاته کړه چې د ترکیې او پاکستان پوځي او دفاعي ملګرتیا مخ په زیاتیدو ده.
د پاکستان د اړتیاوړ وسلو په ورسپارلو کښې د امریکې له خنډاچولو وروسته اسلام آباد په دې وروستیو کښې له نورو هیوادونو سره د خپلې اړتیاؤ د پوره کولو ډیر پوځي تړونونه لاسلیک کړي دي.
ټیګونه