اسلام اباد دسولې دپایپ لاین بشپړول غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78573-اسلام_اباد_دسولې_دپایپ_لاین_بشپړول_غواړی
په پاکستان کې د ګیس او بریښناکمښت، د سونګو اوانرژۍ دبیّو ډیره لوړتیا او پراخه خاموشی،ددغه هیواد ولس لپاره په یوې جدی ستونزې بدله شوې چې حکومت تر دې دمه د دغو مشکلاتو دحل لپاره هیڅ جدی ګام نه دی پورته کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 01, 2018 10:52 Asia/Kabul
  •   اسلام اباد دسولې دپایپ لاین بشپړول غواړی

په پاکستان کې د ګیس او بریښناکمښت، د سونګو اوانرژۍ دبیّو ډیره لوړتیا او پراخه خاموشی،ددغه هیواد ولس لپاره په یوې جدی ستونزې بدله شوې چې حکومت تر دې دمه د دغو مشکلاتو دحل لپاره هیڅ جدی ګام نه دی پورته کړی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  دپاکستان دتیلو او انرژۍ وزیر غلام سرور خان  بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی  د دغه هیواد نوی حکومت  دسولې   دپایپ لاین په نامه  پآکستان ته دایران دګیسو د پایپ لاین له بشپړولو سره دلچسپی لری .

  دپاکستان دغه لوړپوړی چارواکی وئیلی ،  پاکستان به دغه پروژه ډیره زر بشپړ کړی  چې په دې خاطر په همدارووستیو کې  د ایران داسلامی جمهوریت  دکارپیژندنې یوه ډله د سولې دپایپ لاین  دپروژې په باب  دخبرواترو  دبشپړولو لپاره  اسلام اباد ته راغلې ده  او پاکستان  هم ګروهمن  دی ، انرژۍ ته د ولس  زیاتیدونکی  اړتیا ته په پام سره دغه پایپ لاین    بشپړ کړی  .

 د سولې  په پایپ لاین مشهوره  پاکستان ته دایران د ګیسو   دپایپ لاین دغزیدا پروژه  د ۲۰۱۴کال له مارچ  څخه پیل شوې  ، خودپآکستان حکومت  د ځینو هیوادونو په ګوت وهنو سره  تر دې دمه ځنډولې ده  او دایران اسلامی جمهوریت  هم د دغې پروژې په وړاندې  خپلې ژمنې پوره کړی او  دغه پآیپ لاین ئې د پاکستان ترپولې رسولی دی .