له پاکستانه د امریکا د ولسمشر غوښتنه (بشپړریډیوئی شننه)
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78658-له_پاکستانه_د_امریکا_د_ولسمشر_غوښتنه_(بشپړریډیوئی_شننه)
دپاکستان خارجه وزیر وئیلی وو،که امریکاغواړی چې پاکستان د افغانستان دامنیت په تامینولو کې مرسته وکړی،نو سپینه ماڼۍ باید پر اسلام اباد د هندوستان د دباؤنو خنډ شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 04, 2018 11:53 Asia/Kabul
  • له  پاکستانه د امریکا د ولسمشر غوښتنه   (بشپړریډیوئی شننه)

دپاکستان خارجه وزیر وئیلی وو،که امریکاغواړی چې پاکستان د افغانستان دامنیت په تامینولو کې مرسته وکړی،نو سپینه ماڼۍ باید پر اسلام اباد د هندوستان د دباؤنو خنډ شی .

 دپاکستان  لومړی وزیر  وئیلی  دی ،  دامریکا ولسمشر   په یوه لیک کې ورځینی غوښتی دی ،   په افغانستان کې دې له طالبانو سره  دسولې  دخبرواترو په باب دکابل له حکومت سره مرسته وکړی .

 دپاکستان لومړی وزیر  عمران خان  په اسلام اباد کې    دخبریالانو په ټول کې وئیلی دی ، دامریکا ولسمشر ډونالډترمپ   په دغه لیک کې  داسلام اباد له حکومته غوښتی دی ، دافغانستان دحکومت او طالبانوډلې  ترمینځ دسولې  دخبرواترو په باب  رول ولوبوی .

 هغه  په دې په ټینګار سره چې   دټرمپ   د پاکستان ضد وروستیو خبرو امریکا  داسلام اباد غوښتنو  منلو ته  مجبور کړی دی،وئیلی دی،اسلام اباد  له واشنګټن سره د متقابل  احترام په اساس،دبرابرو اودوستانه  اړیکو  جوړول  غواړی .  

 عمران خان ته  دټرمپ لیک په داسې حال کې  دی چې   په ځلونو  دامریکا چارواکو منلې ده،دافغانستان په جنګ کې سټراټژۍ ماته خوړلې ده  او  په دغه هیواد کې د جنګ د ختمیدا او دامنیت دتامینیدا  یوازینۍ لاره له طالبانوډلې سره  خبرې اترې دی . 

 دامریکا ولسمشر له پاکستانه   له طالبانو ډلې سره  دافغانستان دحکومت د سولې د خبرواترو له احیاء سره   درستې غوښتنه په داسې حال کې  کړې ده ، چې   په تیرو دوو کلونو کې سپینې ماڼۍ  له ترهه ګرۍ  په ملاتړ  دپاکستان په تورنولو ا و  له دغه هیواد سره دمالی اوپوځی مرستو   د غوڅولو په ګواښلو سره  په دوواړخیزو اړیکو کې تاؤتریخوالی  تر پام وړ پورې زیات کړی دی ، او دا  داسلام اباد په ضد دیرغلیزو  دریځونو په وړاندې د واشنګټن  دشاتګ  ښودنه کوی . 

 البته  د امریکا په داخل کې  تل    په سیمې په تیره بیا په افغانستان کې له افراط پالنې او ترهه ګرۍ  په ملاتړ دپاکستان  د تورنولو له لارې  له دغه هیواد سره   د تآؤتریخوالو  د ژورتیا  په باب  او همداراز   دنیابتی جنګونو د راپوته کولو په باب تل  دسپینې ماڼۍ په سیاستونو  دنظرونو اختلافات  شته  دی .

دامریکا په  بهرنی سیاست کې  له هندوستان سره دملګرتیا  پیاوړتیا  او له پاکستانه دلیرې کیدا دمخالفانو  له نظره ، په سیمې کې د سپینې ماڼۍ په پروګرامونو کې  داسلام اباد کارړنګونې  د دغه سیاست دغوره کیدا  هغه خورا مهمې نتیجې دی ، چې  په سیمې او افغانستان کې  دامریکا  سترې ګټې  له خطرې سره مخامخ کوی .

 البته  د روسیې او چین  پشمول د امریکا له سیالانو سره  دسټراټژیکو  ملګرتیاؤ  پراختیا ته د پاکستان کاږل به   پر اسلام اباد  د دباؤ په زیاتولو کې  دسپینې ماڼۍ  دسیاست نتیجې وې ، چې  په تیرو میاشتو کې  ئې  جدی نښې نښانې رابرسیره شوی دی .

 دسیاسی چارو یو کارپوه  احمد سعیدی  وائی ،  دپاکستان موخه دا ده چې  امریکا ته وروښئ، که تاسو له مونږسره سازباز نه کوئ ،  او دمونږ ضرورتونه نه پوره کوئ ، نو مونږ هم مجبوره یوو  خپلو حریفانو ،یعنی روسیې اوچین  ته د دوستۍ لاس وراوږد کړو .

 دغه ګمان مطرح دی ، چې  په بهرنی سیاست کې د ټرمپ له یرغلیز سیاست سره سره،البته دامریکا ولسمشر د افغانستان په دوسیې کې په موجوده تنګڅې کې د راتلو په دلیل له پاکستانه،په افغانستان کې  دسولې له بهیر سره  د مرستې   غوښتنه کړې ده . 

  څه موده مخکې دپاکستان  خارجه وزیر شاه محمود قریشی،  په افغانستان کې د سولې او جنګ  په موضوع کې  دملګرتیا په وړاندې  له امریکا د خپل هیواد  تمې اوغوښتنې مطرح کړې وې ، چې  په دغو شرائطو کې  ممکنه ده  له طالبانو سره  د کابل د سولې   له خبرواترو سره  داسلام اباد د مرستې لپاره  د ټرمپ  غوښتنه د شاه محمود څرګندونو ته یو ځواب وی . 

 دپاکستان خارجه وزیر وئیلی وو،که امریکاغواړی  چې پاکستان  د افغانستان دامنیت په تامینولو کې  مرسته وکړی،نو سپینه ماڼۍ باید  پر اسلام اباد د هندوستان د دباؤنو  خنډ شی . 

  په افغانستان کې  دامنیت اوثبات  دتامینولو په بهیر کې  داسلام اباد دملګرتیا په وړاندې  له امریکا  د دغه هیواد د تمو په باب ددغه هیواد  دخارجه وزیر  څرګندونې ښئ چې  دپاکستان نوی حکومت ،  په تیرو چوکاټونو کې  له سپینې ماڼۍ  سره  دملګرتیا دوام ته تیار نه دی .  داسې ښکاری،  په افغانستان کې  د سولې له بهیر سره دمرستې لپاره له پاکستانه د  ډونالډټرمپ  غوښتنه ، په سیمې کې  له واشنګټن سره  دملګرتیا  په بدل کې  داسلام اباد  وروستیو تمو ته دسپینې  ماڼۍ  دمثبت ځواب نښه ده .