د امریکا استازی پاکستان ته په سفر تللی
-
خلیل زاد له پاکستان څخه وروسته متحده عربي اماراتو، روسیې ، ازبکستان ، ترکمنستان ، بیلجیم او قطر ته هم ورځي .
زمونږ خبریال وایی د افغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د پاکستان دبهرنیو چارو له وزیر او قائمقام سره له طالبانو سره د کابل د حکومت دسولې دخبرو په اړه د نظرتبادله وکړه .
زلمی خلیل زاد پرون د خپل پړاویز سفر په دوام کښې د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلی او د دغه هیواد له خارجه وزیر شاه محمود قریشی سره په کتنې کښې یې ادعا وکړه امریکا په افغانستان کښې د سولې او دثبات د تحقق لپاره د پاکستان دملګرتیا د ترلاسه کولو هڅه کوی .
د زلمی خلیل زاد دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې دافغانستان خلک او د دغه هیواد د سیاسی مسائیلو ډیر کارپیژاندی باوری دی امریکا د افغانستان دجنګ د ناامنۍ او د بې ثباتۍ د دوام اصلی عامل ده .
دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی هم د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد سره په کتنې کښې دافغانستان دجنګ د ختمیدا په هکله داسلام اباد په ملاتړ ټینګار وکړ .
خلیل زاد له پاکستان څخه وروسته متحده عربی اماراتو، روسیې ، ازبکستان ، ترکمنستان ، بیلجیم او قطر ته هم ورځی .