په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګیدا د وخت یوضرورت دی
دپاکستان دپوځ ویندوی زیاته کړې ، په پاکستان او سیمې کې د ترهه ګرۍ سره دمبارزې عملیات هماغه راز دوام لری .
زمونږخبریال راپورراکړ د پاکستان دپوځ ویندوی جنرال آصف غفور نن په یولړ څرګندونو کې په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګیدا دپاکستان لپاره یوه حیاتی او ضروری چاره وبلله او وې وئیل ، پاکستان دپاکستان له پولو بهر په تیره بیا په افغانستان کې سوله اوامنیت غواړی .
دپاکستان دپوځ ویندوی زیاته کړې ، په پاکستان او سیمې کې د ترهه ګرۍ سره دمبارزې عملیات هماغه راز دوام لری .
پاکستان او افغانستان د ډیورینډ فرضی کرښېپشمول د ځینو مسئلو او دغه راز دسرحدی تاسیساتو د جوړولو په سر سره ډیر اختلافات لری او یو بل له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورنوی ،خو ډیری شناندی او کارپوهان وائی باید د دواړو هیوادونو سیاسی اوپوځی مشران هر ډول شخړې سره په خبرواترو حل کړی او دریم ګړی ته دې د ترینګلتیاؤ دزیاتولو موقع په لاس نه ورکوی