د پاکستان خارجه وزير افغانستان ته ورځی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78781-د_پاکستان_خارجه_وزير_افغانستان_ته_ورځی
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې د پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکاريو ته ژمن دى.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2018 08:08 Asia/Kabul
  • د پاکستان خارجه  وزير افغانستان ته ورځی

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې د پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکاريو ته ژمن دى.

پاکستاني رسنيو نن خبر ورکړى چې شاه محمود  قريشي به د لېندۍ په ۲۴ د افغان سولې پروسې په اړه له افغان مشرانو سره خبرې وکړي.

ښاغلې شاه محمود قريشي چې د پاکستان په ملتان ښار کې يې يوې غونډې ته وينا کوله، ويلي چې دغه سفر د امريکا د هغې غوښتنې په لړ کې ترسره کوي چې له پاکستانه يې په افغان سوله کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان په يوه استولي ليک کې په افغان سوله کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې د پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکاريو ته ژمن دى.

Image Caption

 

قريشي په داسې حال کې کابل ته د سفر اعلان کړى چې تېره اونۍ د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى خليلزاد اسلام اباد ته د سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کړې وې.

په دې ليدنه کې قريشي په ډاګه کړې وه چې پاکستان د افغان شخړې د سياسي هواري ملاتړ کوي.

د يادونې ده د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قريشي درې مياشتې مخکې هم کابل ته سفر کړى وو.له بلې د پاکستان خارجه وزیر ویلی دی چی هیواد یې د متقابل درناوی او برابرۍ د اصولو په اساس له امریکا سره په خپلو اړیکو کې بیا کتنه کوی . ده وویل پاکستان په هغه بڼه کې له امریکا سره خپلې اړیکی تنظیموی چی دغه اړیکی د متقابل درناوی او برابرۍ په اساس وی او اسلام اباد وکولې شی مقابل لوری ته خپل دریځونه وړاندې کړې شی .