پاکستان دامریکا په نوی راپور نیوکه وکړه
-
مریکا په افغانستان کښې د ماتي له منلو پرته بله چاره نلري او په اسلام اباد تور لګولو سره ددغه ماتي له مسولیت څخه نشي تښتیدلی .
تسنیم خبری اژانس وایی دپاکستان دبشری حقوقو وزیرې میرمن« شیرین مزاری» په دغه هیواد کښې د مذهبی ازادیو د خلاف ورزۍ په اړه دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت نوی راپور د اسلام اباد پرضد د سیاسی دباو د اعمالولو لپاره ناوړه هڅه وبلله .
شیرین مزاری وویل دهغو هیوادونو په تور فهرست کښې چې د مذهبی لږکیو د حقونو خلاف ورزۍ کوی د پاکستان دنوم دشاملولو لپاره د امریکا اقدام خپلوهدفونو ته درسیدا لپاره په اسلام اباد د سیاسی دباو د راوستلو لپاره دی .
د پاکستان دبشری حقوقو وزیرې میرمن شیرین مزاری زیاته کړه امریکا د اسلام اباد په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې پرځاې باید په خپل هیواد کښې د لږکیو د حقونو د رعایتولو په فکر کښې ووسی .
«شیرین مزاری» وویل په پاکستان د دباو د راوستلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټوله هڅه په دې دلیل ده چې غواړی دافغانستان له جبۍ ووځی .
د پاکستان دتحریک انصاف ګوند دغه غړی جوته کړه امریکا په افغانستان کښې د ماتی له منلو پرته بله چاره نلری او په اسلام اباد تور لګولو سره ددغه ماتی له مسولیت څخه نشی تښتیدلی .