بلوچستان کښې څلور ترهګر هلاک او شپږ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78939-بلوچستان_کښې_څلور_ترهګر_هلاک_او_شپږ_امنیتي_ځواکونه_وژل_شوي_دي
د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت سیمه کښې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې څلور ترهګر هلاک شوي خو د هغوي لخوا په شویو عملیاتو کښې بیا شپږ امنیتي ځواکونو سرونه بایلل.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 15, 2018 07:40 Asia/Kabul
  • بلوچستان کښې څلور ترهګر هلاک او شپږ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت سیمه کښې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې څلور ترهګر هلاک شوي خو د هغوي لخوا په شویو عملیاتو کښې بیا شپږ امنیتي ځواکونو سرونه بایلل.

د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت سیمه کښې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې څلور ترهګر هلاک شوي خو د هغوي لخوا په شویو عملیاتو کښې بیا شپږ امنیتي ځواکونو سرونه بایلل.

د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان صوبې د کیچ ضلعې د تربت په بلیده سیمه کښې د ترهګرو خلاف عملیات وکړل.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه عملیاتو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د ترهګرو پر مرکز وشول چې په ډزو کښې پکښې څلور ترهګر هلاک شول.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کښې همداشان راغلي چې ترهګرو د امنیتي ځوکونو پر ګاډي حمله وکړه چې له امله یې شپږ امنیتي ځواکونه ووژل شول.