د پاکستان وزیراعظم په افغانستان کښې د صلحې په ټینګښت تاکید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79018-د_پاکستان_وزیراعظم_په_افغانستان_کښې_د_صلحې_په_ټینګښت_تاکید_وکړ
د پاکستان وزیراعظم وویل: د اسلام آباد حکومت به په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت لپاره له هیڅ کوششه ډډه ونه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2018 11:35 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم په افغانستان کښې د صلحې په ټینګښت تاکید وکړ

د پاکستان وزیراعظم وویل: د اسلام آباد حکومت به په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت لپاره له هیڅ کوششه ډډه ونه کړي.

د ایرنا په لیکنه، عمران خان هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کښې د صلحې او امنیت په ټینګښت او د جنګ په ختمولو سره د دغه جنګ ځپلي هیواد د خلکو د څلورو لسیزو کړاونه ختمیږي.

په افغانستان کښې د صلحې په اړه د عمران خان څرګندونې په اماراتو کښې د پاکستان د استازي په شتون سره د امریکې او طالب ډلې د نمایندګانو د کتنې له وړومبي پړاؤ یوه ورځ وروسته مطرح شوې دي خو د یادې غونډې په پاې کښې د هغې د ګډونوالو لخوا هیڅ بیانیه صادره نه شوه.