پاکستان د50هیوادونو دښاریزولپاره د ویزو امکانات نوره هم آسانوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79083-پاکستان_د50هیوادونو_دښاریزولپاره_د_ویزو_امکانات_نوره_هم_آسانوی
دتکفیری ترهه ګرو سپیرو اقداماتو،ترهه ګرۍ او بم چاودنو،په پاکستان کې د بهرنیو سیلانیّانو او پانګوالو دصنعت رونټیا او ترقی اغیزمنه کړې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 21, 2018 10:26 Asia/Kabul
  • پاکستان د50هیوادونو دښاریزولپاره د ویزو امکانات نوره هم آسانوی

دتکفیری ترهه ګرو سپیرو اقداماتو،ترهه ګرۍ او بم چاودنو،په پاکستان کې د بهرنیو سیلانیّانو او پانګوالو دصنعت رونټیا او ترقی اغیزمنه کړې ده .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  د پاکستان  د لومړی وزیر  ځانګړی سلاکار عبدالرزاق  داؤد  بیګا په  خبری کنفرانس کې وئیلی دی  دپاکستان اقتصادی شرائطو ته په پام سره  دغه هیواد له بل هروخته زیات   دټوریزم دصنعت  پراختیا ته اړتیالری . په همدې خاطر  دپاکستان حکومت په نظر کې لری ،پخپلو نوو سیاستونو کې د ټوریزم د لاروښانه کولو او دغه هیواد ته د سیلانیّانو  د ورتلو د آسانولو لپاره  هڅه کوی .

 دپاکستان داطلاعاتو وزیر فواد چوهدری هم پرون  رسندویو ته وئیلی وو ، چې د ټوریزم دفضا دپراختیا په خاطر ،  په دغه هیواد کې د ویزو دصادرولو بهیر نوره هم آسانوی .هغه دغه راز وئیلی،دپاکستان حکومت دبهرنیو سیلانیّانو  لپاره  د خنډونو او مشکلاتو  په ختمولو پسې  دی 

  د ویلوده،دتکفیری ترهه ګرو سپیرو اقداماتو،ترهه ګرۍاو بم چاودنو،په پاکستان کې د بهرنیوسیلانیّانو او پانګوالو د صنعت  رونټیا او  ترقی  اغیزمنه کړې ده .