پاکستان له ترکیې سره دهراړخیزو اړیکو پراختیا غواړی
دترکیې دفاع وزیر له دې مخکې دپاکستان له ولسمشر ډاکټر عارف علوی ، دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوا او د دغه هیواد له دفاع وزیر پرویز خټک سره هم لیده کاته کړی دی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دپاکستان لومړی وزیر عمران خان بیګا په اسلام اباد کې د ترکیې له دفاع وزیر حلوصی آکار سره په کتنې کې وئیلی دی ، اسلام اباد داقتصادی اوسیاسی چارو پشمول په ټولو زمینو کې له انقرې سره د ملګرتیا دپراختیا لپاره تیار دی .
دترکیې دفاع وزیر هم په دغې کتنې کې د دواړو هیوادونو داړیکو په اهمیّت په ټینګار سره عمران خان ته ترکیې ته دسفر بلنه هم ورکړه .
دترکیې دفاع وزیر له دې مخکې دپاکستان له ولسمشر ډاکټر عارف علوی ، دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوا او د دغه هیواد له دفاع وزیر پرویز خټک سره هم لیده کاته کړی دی .
حلوصی آکار وړمه شپه د دواړو هیوادونو د پوځی اودفاعی ملګرتیاؤ دپیاوړتیا او دپاکستان له سیاسی اوپوځی چارواکو سره دلیدوکاتو لپاره اسلام اباد ته تللی .