په امريکه کښې د پاکستان د سفير اجباري استعفا
په امريکه کښې د پاکستان سفير علي جهانګير صديقي د دغه هېواد د خارجه وزارت په غوښتنه له خپل پوسټه څنګته شو.
د پاکستان اے آر وائي نيوز سائيټ د رپوټ له مخې د پاکستان ډېپلومېسي ادارې د صديقي له استعفا نه بې له څه ځنډه وروسته اسد مجيد په واشنګټن کښې د اسلام آباد د نوي سفير په توګه غوره کړ.
د پاکستان د اطلاع رسونې وزير فواد چودري له دې مخکې له رسنيو سره په مرکه کښې ويلي وو علي جهانګير صديقي د مخکيني حکومت په دوره کښې د سياسي تعلقاتو له مخې په دغه پوسټ لګول شوے ؤ.
علي جهانګير صديقي د ونډو په خړپړولو کښې د خپل شرکت د رول په اړه هم له يو لوړ تورونو سره مخامخ دے.
له دې مخکې په کېنېډا، سعودي، مراکش، کيوبا او صربيا هېوادونو کښې هم د پاکستان سفيرانو استعفاګانې ورکړې دي.
د پاکستان خارجه وزير د دغه کار وجه د دغه هېواد د حکومت په خارجه سياستونو کښې د بنيادي بدلونونو راوستل اعلان کړي دي.