پاکستان په نړۍ کښې د سیلانیانو یو اصلي منزل
Dec 27, 2018 12:58 Asia/Kabul
یوې امریکايي مجلې د سیلانیانو لپاره د نړۍ د لسو هیوادونو په معرفي کولو سره، پاکستان د دغه لسټ په اتمه رتبه کښې راوستی دی.
فوربِز امریکايي مجلې لیکلي دي: پاکستان د ښایسته طبیعي منظرو او د قراقرم لوې لارې، هُنزه درې او داسې نورو ښایسته ځایونو په لرلو سره د نړۍ د سیلانیانو لپاره اتم ښایسته مقصد دی.
دغې نړیوالې خپرندوې د پاکستان د خلکو میلمه پالنه او دغه هیواد ته د سفر ارزان والی د نړۍ د سیاحت د لسو غوره مقصدونو په لیسټ کښې د پاکستان د نوم د راتلو نور وجوهات بللي دي.
د پاکستان د سیاحت صنعت په دغه هیواد کښې د ترهګرۍ خلاف عملیاتو له بریالیتوب وروسته مخ په پراختیا دی. نن سبا د اسلام آباد حکومت په مختلفو سیمو کښې د ساعت تیري ځایونه او تفریحي کمپلکسونه جوړوي.
ټیګونه