ګولن ګروپ په پاکستان کښې ترهګر وپيژندل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79280-ګولن_ګروپ_په_پاکستان_کښې_ترهګر_وپيژندل_شو
د پاکستان سترې محکمې د فتح الله ګولن ډله په دغه هیواد کښې د یوې ترهګرې ډلې په توګه معرفي کړه.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 29, 2018 04:18 Asia/Kabul
  • ګولن ګروپ په پاکستان کښې ترهګر وپيژندل شو

د پاکستان سترې محکمې د فتح الله ګولن ډله په دغه هیواد کښې د یوې ترهګرې ډلې په توګه معرفي کړه.

د ترکیې اناتولي خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان سترې محکمې پرون د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره، فتح ا... ګولن ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه وپیژندله او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته یې د دغه هیواد په خاوره کښې په فتح ا... ګولن پورې د پیئلو کسانو د هر ډول روزنیز او کلتوري فعالیت د مخنیوي امر وکړ.

په دغه بیانیه کښې، په پاکستان کښې (پاک-ترک) روزنیزه موسسه په ګولن ډلې پورې د پيئلې فکري موسسې په توګه ترهګره پيژندل شوې ده.

ترکیه فتح ا... ګولن د انقرې د حکومت خلاف د ۲۰۱۶ کال د جولایۍ د ناکامې پوځي کودتا عامل ګڼي خو ګولن دا تورونه  په ځلونو رد کړي دي.

پاکستان هم په دې وروستیو کښې له ترکیې سره اړیکې پراخې کړې دي او په دې لړ کښې یې په خپل هیواد کښې ګولن ډله ترهګره پيژندلې او فعالیت یې ورله بند کړی دی.