علامه راجا ناصر عباس د پاکستان له لومړی وزیر سره کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79367-علامه_راجا_ناصر_عباس_د_پاکستان_له_لومړی_وزیر_سره_کتنه_وکړه
علامه راجا ناصر عباس ویلی دی د پاکستان لومړی وزیر ژمنه وکړه چی د مشهد او کربلا د زیارینو د مشکلاتو د اواری لپاره هڅه وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2019 12:04 Asia/Kabul
  • علامه راجا ناصر عباس د پاکستان له لومړی وزیر سره کتنه وکړه

علامه راجا ناصر عباس ویلی دی د پاکستان لومړی وزیر ژمنه وکړه چی د مشهد او کربلا د زیارینو د مشکلاتو د اواری لپاره هڅه وکړی .

زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان د وحدت مسلمین شورا عمومی منشی  راجا ناصر عباس جعفری په اسلام اباد کې له عمران سره کتنه او د حسینی زایرینو د مشکلاتو په شمول د شیعیانو د ستونزو په هکله یې خبرې اترې کړی دی .

علامه راجا ناصر عباس ویلی دی د پاکستان لومړی وزیر ژمنه  وکړه چی د مشهد او کربلا د زیارینو د مشکلاتو د اواری لپاره هڅه وکړی .

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدی  په دې وروستیو کې له راجا ناصر عباس سره په کتنه کې ژمنه کړی وه چی د پاکستان د حسینی زایرینو په مشکلاتو به غور وشی .

هرکال په سلګونو زره پاکستانی زایرین د بلوچستان صوبې د کویټه ښار له لارې  د ایران مشهد ، قم ته سفر کوی او د ایران له لارې عراق ته ورځی .

په وروستیو کلونو کې د کویټه په لاره کی په پاکستانی زیارینو د ترهه ګرو ډلو په حملو کی په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوی دی .