د پاکستان فوځ د هند جاسوسي ډرون الوتکه نسکوره کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79377-د_پاکستان_فوځ_د_هند_جاسوسي_ډرون_الوتکه_نسکوره_کړه
د پاکستان فوځ بېګا وويل د کشمير د کنټرول لائن په باغ سيمه کښې يې د هند يوه جاسوسي ډرون الوتکه نسکوره کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2019 02:50 Asia/Kabul
  • د پاکستان فوځ د هند جاسوسي ډرون الوتکه نسکوره کړه

د پاکستان فوځ بېګا وويل د کشمير د کنټرول لائن په باغ سيمه کښې يې د هند يوه جاسوسي ډرون الوتکه نسکوره کړې ده.

د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د فوځ وياند اصف غفور ادعا وکړه چې دغه ډرون الوتکېد کشمير په کنټرول لائن کښې د پاکستان د حريم خلاف ورزي کړې وه.

د پاکستان خارجه وزارت هم پرون د کشمير په کنټرول لائن کښې د هندي ځواکونو په بې وجې ډزو باندې په اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د هند د سفارت شارډز افير احضار کړے ؤ.

د پاکستان خارجه وزارت وويل، د کشمير په کنټرول لائن کښې د هندي ځواکونو په ډزو کښې لس پاکستاني ښاريز مړۀ او ژوبل شول.