له پاکستان سره د چين دوه ميليارډ ډالري مرسته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79438-له_پاکستان_سره_د_چين_دوه_ميليارډ_ډالري_مرسته
بيجېنګ د پاکستان د اقتصادي بحران د هواري لپاره دوه ميليارډ ډالري مرسته دغه هېواد ته ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2019 11:13 Asia/Kabul
  • له پاکستان سره د چين دوه ميليارډ ډالري مرسته

بيجېنګ د پاکستان د اقتصادي بحران د هواري لپاره دوه ميليارډ ډالري مرسته دغه هېواد ته ورکړه.

د ايرنا د رپوټ له مخې په اسلام آباد کښې د چين د سفارت يو چارواکي جايو لي جيان تاکيد وکړ، د پاکستان له اقتصادي ترقۍ سره د چين مرستې به دوام ومومي. چين تېر کال د جولائۍ په مياشت کښې پاکستان ته قول ورکړے ؤ چې له دغه هېواد سره به د اقتصادي بحران د کنټرولو لپاره مرسته وکړي.

پاکستان وويل د چين دوه ميليارډ ډالري مرسته د پاکستان په اسعاري ذخيره کښې اضافه کولې شي چې د دغه هېواد مالي بحران ختم شي.

سعودي هم له پاکستان سره د شپږ ميليارډي مرستې وعده کړې ده چې د روان ۲۰۱۹ کال د نيمائي تر آخره پورې به اسلام آباد ته ورکړے شي. متحده عرب اماراتو هم ويلي دي له اسلام آباد سره به درې ميليارډ ډالره مرسته وکړي.

همدې سره په يو وخت پاکستان د پېسو له نړيوال صندوق سره هم د خبرو اترو په حال کښې دے چې له دغې ادارې څخه د اوو ميليارډ ډالرو اقتصادي مرسته ترلاسه کړي.