له ایران سره پایداره سټراټیجکې اړیکې د پاکستان یو وړومبیتوب دی
د پاکستان د خزانې وزیر له ایران سره پایدارې سټراټیجکې اړیکې د اسلام آباد په بهرني سیاست کښې د یو وړومبیتوب په توګه یادې کړې.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې اسد عمر وویل: د اسلام آباد بهرنی سیاست او د ایران په شمول یې له ګاونډي هیوادونو سره اړیکې پر کورني اقتصاد نیغ په نیغه اغیزه کولی شي او اسلام آباد به په دې لړ کښې له هیڅکوم هیواد سره مذاکره ونه کړي.
اسد عمر همداشان د افغانستان او د هند تر کنټرول لاندې کشمیر حالاتو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې اسلام آباد په سیمه کښې د ثبات او امنیت د واکمنیدو هڅه کوي څو د سیې د اقتصادي ودې او ترقۍ لارې برابرې شي.
له دې مخکښې د پاکستان د خارجه وزارت ویاند هم د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی و. د ویلو ده چې د ایران او پاکستان د سوداګري راکړو ورکړو ارزښت د تیر ۲۰۱۸ کال له اپریل نه د نومبر تر پاې پورې څه باندې یو میلیارډ ډالر پاتې شوی دی.