د پاکستان په الوتکو کښې د سندرو پر ځاې نعتونه خپریږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79742-د_پاکستان_په_الوتکو_کښې_د_سندرو_پر_ځاې_نعتونه_خپریږي
پي، آيي، ای یا پاکستان انټرنیشنل ایرلاین هره ورځ په آسیا، اروپا او شمالي امریکا کښې ۵۱ مقصدونو ته نیغ په نیغه الوتنې لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2019 03:13 Asia/Kabul
  • د پاکستان په الوتکو کښې د سندرو پر ځاې نعتونه خپریږي

پي، آيي، ای یا پاکستان انټرنیشنل ایرلاین هره ورځ په آسیا، اروپا او شمالي امریکا کښې ۵۱ مقصدونو ته نیغ په نیغه الوتنې لري.

د پاکستان د هوايي چلند ملي شرکت (پي، آيي، ای) ویلي چې له دې وروسته به په خپلو ټولو کورنیو او بهرنیو الوتنو کښې د مسافرو لپاره د موسیقۍ او سندرو پر ځاې د اسلام د ګرانقدره پيغمبر په مدحه کښې ځانګړي شعرونه او نعتونه خپروي.

د ایرنا په لیکنه د پاکستان د ملي ایر لاین ویاند مشهود تاجور پرون د دې خبر په اعلانولو سره وویل: د پي، آيي، ای په ټولو کورنیو او بهرنیو پروازونو کښې به له دې وروسته د مسافرو لپاره د اسلام د قدرمن پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په مدحه کښې ځانګړي شعرونه او نعتونه خپریږي.

پي، آيي، ای یا پاکستان انټرنیشنل ایرلاین هره ورځ په آسیا، اروپا او شمالي امریکا کښې ۵۱ مقصدونو ته نیغ په نیغه الوتنې لري.