هند او پاکستان باید د پایداره سولې لپاره هڅه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79768-هند_او_پاکستان_باید_د_پایداره_سولې_لپاره_هڅه_وکړي
 د ملګرو ملتو سرمنشي  د هند او پاکستان تر مینځ د سرحدي نښتو له زیاتیدو وروسته  د دواړو هیوادونو تر مینځ د مذاکراتو په بیا پیلیدو ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 19, 2019 09:45 Asia/Kabul
  • هند او پاکستان باید د پایداره سولې لپاره هڅه وکړي

 د ملګرو ملتو سرمنشي  د هند او پاکستان تر مینځ د سرحدي نښتو له زیاتیدو وروسته  د دواړو هیوادونو تر مینځ د مذاکراتو په بیا پیلیدو ټینګار وکړ.

 

 د تسنیم خبری اژانس د راپور له مخې  انتونیو ګوتریش  د هند او پاکستان تر مینځ د سولې د ټینګیدو په هیلې سره سره وویل: دواړه هیوادونه باید حساسو نړیوالو حالاتو ته په پام سره  له دښمنیو لاس واخلي او له یو بل سره د پایداره سولې په فکر کې شي.

انتونیو ګوترش زیاته کړه: د کشمیر مساله د هند او پاکستان تر مینځ یوه لویه اختلافی مساله ده او د ملګرو ملتو د بشري حقوقو کمیټې هم  په دې اړه یو بشپړ راپور برابر کړی دی.

 هند او پاکستان تر اوسه د کشمیر په سر څو ځله له یو بل سره جنګیدلې دي.  د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې هندي ځواکونو تر اوسه تر شپیتو زرو زیات کشمیریان وژلې دي. دا په داسې حال کې ده چې  ملګرو ملتو په یوه پریکړه لیک کې د ټولپوښتنې له لارې د کشمیر د مسالې د هواري غوښتنه کړې ده.