د پاکستان وزيراعظم عمران خان نن قطر ته ځې
Jan 21, 2019 04:11 Asia/Kabul
د پاکستان وزيراعظم عمران خان نن په دوه ورځني سفر قطر ته ځې.
د پاکستاني سرچينو د رپوټ مطابق د دغه هېواد وزيراعظم عمران خان د قطر د امير په بلنه دوحې ته په دوه ورځني سفر کښې ، د امير قطر شيخ تميم بن حمد الثانې په شمول نور قطرې چارواکو سره ملاقاتونه کوې او وررسره به يو لاک پاکستانيانو ته قطرې ويزے ورکولو په معامله خبرې اترې کوې
عمران خان به قطرې چارواکو سره پاک قطر تعلقاتو او د سيمې د حالاتو په حواله هم خبرې اترې کوې.
ټیګونه