پاکستان یو ځل بیا له هند سره د خبرواترو پیلولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79839-پاکستان_یو_ځل_بیا_له_هند_سره_د_خبرواترو_پیلولو_غوښتنه_وکړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نوي ډیلي چارواکي د هند او پاکستان د اختلافاتو په هکله له اسلام آباد سره خبرواترو ته راوبلل.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 22, 2019 08:46 Asia/Kabul
  • پاکستان یو ځل بیا له هند سره د خبرواترو پیلولو غوښتنه وکړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نوي ډیلي چارواکي د هند او پاکستان د اختلافاتو په هکله له اسلام آباد سره خبرواترو ته راوبلل.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د خارجه وزارت ویاند وویل: هندوستان د پاکستان ګاونډي دی او صلحه او امنیت د دې دواړو هیوادونو لپاره ډیر اهمیت لري.

محمد فیصل زیاته کړه: د عمران خان له وزیراعظم جوړیدو وروسته دا دریم ځل دی چې پاکستان، هندوستان ته د خبرواترو بلنه ورکوي.

هغه څرګنده کړه چې اسلام آباد هند ته په خپل دریم وړاندیز کښې د نوي ډیلي مشرانو ته پاکستان ته د سفر کولو بلنه ورکړې ده.

دا په داسې حال کښې دي چې د هندوستان حکومت په دې وروستیو میاشتو کښې د خبرواترو لپاره دپاکستان وړاندیز دوه ځلې رد کړی دی.