پاکستان یو ځل بیا له هند سره د خبرواترو پیلولو غوښتنه وکړه
Jan 22, 2019 08:46 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نوي ډیلي چارواکي د هند او پاکستان د اختلافاتو په هکله له اسلام آباد سره خبرواترو ته راوبلل.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د خارجه وزارت ویاند وویل: هندوستان د پاکستان ګاونډي دی او صلحه او امنیت د دې دواړو هیوادونو لپاره ډیر اهمیت لري.
محمد فیصل زیاته کړه: د عمران خان له وزیراعظم جوړیدو وروسته دا دریم ځل دی چې پاکستان، هندوستان ته د خبرواترو بلنه ورکوي.
هغه څرګنده کړه چې اسلام آباد هند ته په خپل دریم وړاندیز کښې د نوي ډیلي مشرانو ته پاکستان ته د سفر کولو بلنه ورکړې ده.
دا په داسې حال کښې دي چې د هندوستان حکومت په دې وروستیو میاشتو کښې د خبرواترو لپاره دپاکستان وړاندیز دوه ځلې رد کړی دی.
ټیګونه