لکونه پاکستانیان هر کال مشهد ته راځي
په ایران کښې د پاکستان سفیرې وویل: هر کال کابو اووه لکه پاکستاني زیارتوال د امام رضا علیه السلام د بارګاه د زیارت لپاره مشهد مقدس ته سفر کوي.
د ایرنا د خبر له مخې میرمن رفعت مسعود پرون په مشهد کښې د پاکستان د کلتوري مرکز د افتتاح ترڅنګ زیاته کړه: د پاکستان او ایران حکومتونه هغو زیارتوالو او مسافرانو ته د اسانتیاؤ د زیاتولو په موخه چې د ځمکې او هوا له لارې مشهد ته راځي، له هیڅ کوششه ډډه نه کوي.
هغې ټینګار وکړ چې پاکستان او ایران د ګډو پولو پر لرلو سربیره د ژبې، آدابو او رسوماتو په شان کلتوري موضوعاتو په لړ کښې هم ډیر اشتراکات لري.
په ایران کښې د پاکستان سفیرې همداشان په مشهد کښې د پاکستان د کلتوري مرکز پرانیستې ته په اشارې سره وویل: دا مرکز د پاکستان او ایران ترمینځ د دوستۍ د مرکز په توګه معرفي شوی دی.
د ویلو ده چې د پاکستان کلتوري مرکز پرون په مشهد کښې د پاکستان په کنسولګرۍ کښې افتتاح شو.