د پاکستان پوځ د هندي رسنیو ادعا ته غبرګون وښود
Jan 26, 2019 04:21 Asia/Kabul
د پاکستان د پوځ ویاند له خپل هندي همرتبه سره د کتنې لپاره د پاکستان د پوځ د قومندان د کوشش په هکله د هندي رسنیو ادعا رد کړه.
جیو ټي وي چینل خبر ورکړی چې آصف غفور پرون وویل: د ملاقات او مذاکرې لپاره خپل هندوستانه همرتبه ته د پاکستان د پوځ د قومندان جنرال قمر جاوید باجوا د غوښتنې په هکله د هندي رسنیو ادعا دروغ ده.
د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه: د هیوادونو ترمینځ د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې او سلامشورې د حکومتونو دنده ده او د پاکستان پوځ هم له دې قاعدې مستثنی نه دی.
آصف غفور څرګنده کړه: له هندي مسئولانو سره د مذاکرې او مشورې لپاره هره هڅه به د پاکستان د حکومت او خارجه وزارت په چوکاټ کښې ترسره شي.
ټیګونه