پاکستان پیپلز پارټۍ د نواز شریف ملاتړ وکړ
Jan 26, 2019 07:53 Asia/Kabul
د پاکستان پیپلز ګوند یو مشر د دغه هیواد د پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف چې په جیل کښې پروت دی، ملاتړ وکړ.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان پیپلز پارټۍ لوړرتبه غړي خورشید شاه پرون د عمران خان په حکومت باندې په نیوکې سره وویل: که نواز شریف ته هر څه ورپیښ شو، ذمه وار به یې د اسلام آباد حکومت وي.
خورشید شاه زیاته کړه چې د نواز شریف روغتیايي وضعه له خطر سره مخ ده او هغه په جیل کښې په ډیرو بدو حالاتو کښې شپې سبا کوي.
هغه څرګنده کړه: د عمران خان حکومت باید د نواز شریف د درملنې لپاره هغه روغتون ته منتقل کړي.
ټیګونه