د صهونیسټ ښارګوټو په دوام د پاکستان اعتراض
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79919-د_صهونیسټ_ښارګوټو_په_دوام_د_پاکستان_اعتراض
د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د پاکستان استازي  په فلسطینیو سیمو کې د صهیونسټ میشته ښارګیو د جوړولو په دوام  نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 26, 2019 11:44 Asia/Kabul
  • د صهونیسټ ښارګوټو په  دوام د پاکستان اعتراض

د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د پاکستان استازي  په فلسطینیو سیمو کې د صهیونسټ میشته ښارګیو د جوړولو په دوام  نیوکه وکړه.

 

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې سعد احمد وړایچ په اسلام اباد کې د مینځني ختیځ د حالاتو په هکله په  یوه غونډه کې وویل:  په فلسطنیو سیمو کې د  صهیونسټ میشتو غیر قانوني ښارګیو د جوړولو دوام په سیمه کې د  سولې د ټینګولو  لوی خنډ دی.

 په امنیت شورا کې د پاکستان استازي زیاته کړه:  د فلسطین په سیمو کې د صهیونسټ میشته  غیر قانوني ښارګیو پراختیا  نړیوالو قوانینو او د نړیوالې ټولنې ارادې ته  ښکاره بې پامي ده او  په سیمه کې د حالاتو د  خرابیدو سبب کیږي.

 سعد احمد وړایچ د فلسطین د مسالې په تیره بیا د غزې تړانګې د بحران په حلولو او د محاصرې په پای ته رسولو  په ټینګار سره وویل: د بیت المقدس په مرکزیت د فلسطن د خپلواکه او ازاد دولت جوړول  په مینځني ختیخ کې پایدارې سولې ته د رسیدلو یوازینۍ لاره ده.

صهیونسټ رژیم  بیا بیا په فلسطینیو سیمو کې صهیونسټ میشته ښارګي او کالونۍ جوړوي او په دې کار کې د امریکا له بشپړ ملاتړه برخمن دی.