پاکستان د آئی ایم ایف شرطونه نه منی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80035-پاکستان_د_آئی_ایم_ایف_شرطونه_نه_منی
دپاکستان دحکومت او دپیسو نړیوالې بسپنې یا آئی ایم ایف دخبرواترو دوهم پړاؤ په داسې حال کې بې نتیجې پای ته رسیدلی،چې اسلام اباد هڅه کوی،له دغه اورګانه د اوه میلیارډ ډالری پور ترلاسه کړی،حال دا چې دپاکستان حکومت په همداوروستیو کې له سعودی عربستانه او متحده عربی اماراتو هم څو میلیارډډالری وړتیامرسته ترلاسه کړی دی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 31, 2019 13:19 Asia/Kabul
  • پاکستان د  آئی ایم ایف شرطونه نه منی

دپاکستان دحکومت او دپیسو نړیوالې بسپنې یا آئی ایم ایف دخبرواترو دوهم پړاؤ په داسې حال کې بې نتیجې پای ته رسیدلی،چې اسلام اباد هڅه کوی،له دغه اورګانه د اوه میلیارډ ډالری پور ترلاسه کړی،حال دا چې دپاکستان حکومت په همداوروستیو کې له سعودی عربستانه او متحده عربی اماراتو هم څو میلیارډډالری وړتیامرسته ترلاسه کړی دی

 فارس  خبری آژانس راپورورکړ  د پاکستان د خزانې وزارت  مرکچی پلاوی  ، د  روپۍ  دارزښت د کمولو  پشمول  د پور  داخستو لپاره د پیسو دنړیوالې بسپنې یا آئی ایم ایف  د غوښتنې اوشرط  په ځواب کې  وئیلی دی ،  دې ته په پام سره چې  د ډالر په مقابل  کې دروپۍ ارزښت  په کافی اندازه کم شوی دی ، اسلام اباد   نور  دبانکی سود دزیاتولو  او دمالیاتو د زیاتولو په باب دد غې بسپنې  له نورو غوښتنو سره موافقه   نشی کولی . 

 دپیسو نړیوال صندوق یا آئی ایم ایف  له دې مخکې وئیلی وو ، چې   پاکستان ته د پور  ورکول ،  داسلام اباد له خوا  د دغې نړیوال اورګان  له درستو غوښتونو سره  مشروط  دی .

 دپاکستان  حکومت  اسلام اباد ته د  آئی ایم ایف  د ورغلی  پلاوی  له غړو سره  په خبرواترو کې ،د دغه هیواد اقتصادی وضعیّت  ښه کول  او له مالی بحرانه   وتل ، د څو میلیارډډالری پور  د غوښتنې  څخه  د حکومت    خورا مهمه موخه  بللې وه .

 دپاکستان دحکومت او دپیسو نړیوالې بسپنې یا آئی ایم ایف  دخبرواترو دوهم پړاؤ  په داسې حال کې بې نتیجې پای ته  رسیدلی ، چې اسلام اباد هڅه کوی ، له دغه اورګانه  د اوه میلیارډ ډالری  پور ترلاسه کړی ، حال دا چې  دپاکستان حکومت په همداوروستیو کې  له سعودی عربستانه او متحده عربی اماراتو هم څو میلیارډډالری وړتیا مرسته ترلاسه کړی دی .