دپاکستان خلک د محمد بن سلمان له سفر سره مخالف دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80074-دپاکستان_خلک_د_محمد_بن_سلمان_له_سفر_سره_مخالف_دی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان بیلابیلو ګوندونو او خلکو خپل هیواد ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له سفر سره مخالفت کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2019 11:05 Asia/Kabul
  • ټاکل شوي ده چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د روان میلادي کال د فرورۍ په شپاړسمه(۱۶) نیټه پاکستان ته ورشي .
    ټاکل شوي ده چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د روان میلادي کال د فرورۍ په شپاړسمه(۱۶) نیټه پاکستان ته ورشي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان بیلابیلو ګوندونو او خلکو خپل هیواد ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له سفر سره مخالفت کړی دی .

د پاکستان او د سعودی عربستان د اړیکو د ښه کولو لپاره اسلام اباد ته د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د راتلونکی سفر په اړه د پاکستان د رسنیو له اعلان وروسته  د اینټرنیټ استعمالونکو او دغه راز د سیاسی او د مذهبی ګوندونو مشرانو له دغه سفر سره خپل مخالفتونه کړی  څرګند کړی او خپل دریځونه یې هم بیان کړی دی .

د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د مجلس وحدت مسلمین د مشر مرستیال «علامه سید عبدالحسین الحسینی» د یمن  د ملت او دسیمې د ملتونو په وړاندې د سعودی عربستان ورانونکو او غلیمانه سیاستونو ته په غبرګون کښې وویل دیمن دخلکو پرضد د ال سعود رژیم حملې د زرګونو ملکی خلکو د وژل کیدا او ددغه هیواد بیخ بنایانو ته د مادی تاوانونو د رسیدا سبب شوی دی .

الحسینی پاکستان ته د ترهګرۍ د ترټولو ستر ملاتړی سړی محمد بن سلمان له سفر سره د مخالفت په ترڅ کښې وویل پاکستان ته د محمد بن سلمان له سفر سره د مخالفتونو اصلی علت د ترکیې په استنبول کښې د سعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې مسله او په دغه جنایت کښې د محمد بن سلمان رول ګڼی .

ټاکل شوی ده چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د روان میلادی کال د فرورۍ په شپاړسمه(۱۶) نیټه پاکستان ته ورشی .