پاکستاني ډېپلومېټ له ايران سره د تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80143-پاکستاني_ډېپلومېټ_له_ايران_سره_د_تعلقاتو_په_پراختيا_تاکيد_وکړ
په تهران کښې د پاکستان مخکيني سفير د ايران له اسلامي جمهوريت سره د تجارتي په شمول په مختلفو زمينو کښې د تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2019 11:59 Asia/Kabul
  • پاکستاني ډېپلومېټ له ايران سره د تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ

په تهران کښې د پاکستان مخکيني سفير د ايران له اسلامي جمهوريت سره د تجارتي په شمول په مختلفو زمينو کښې د تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې آصف علي خان دراني نن په اسلام آباد کښې له ايرنا سره په مرکه کښې وويل، پاکستان هم پکار دي د اروپا په شان د دوو ګاونډي هېوادونوترمېنځ د اقتصادي تعلقاتو د تقويت په هدف سره د ادئېګيو موثره سېسټم احيا کړي.

هغه د ايران د لپاره د اروپا د مالي لارې چارې د ثبتېدو اعلان يو مثبت ګام وبلۀ او زياته يې کړه: دا چاره د ايران د اېټمي موافقې په خپل ځاے ساتنې لپاره د اروپايانو د کلکې ارادې ښودنه کوي.

دغه پاکستاني ډېپلومېټ تاکيد وکړ، په مطمئنه توګه د اروپا د مالي لارې چارې اجرا به له نورو هېوادونو سره د ايران په تجارتي معاملو مثبت تاثير وکړي او پاکستان پکار دي له ايران سره تجارت پياوړے کړي.

هغه زياته کړه اسلام آباد د ايران له اسلامي جمهوريت سره د تجارتي تعلقاتو د زياتولو لپاره د مختلفو آپشنونو په لټه کښې دے.